د خبرونو برخه:

د خبرونو برخه کې هڅه کېږي، چې د اطلاعاتو په شریکولو کې د پېښو ټولو اړخونو ته پاملرنه وشي او په عادلانه توګه خپلو مخاطبانو ته معلومات ورسوي.
دا برخه د مسلکي او تکړه خبریالانو تر څار او ادارې لاندې فعالیت کوي، هره ورځ ۱۸:۰۰ بجې په دوو ملي(دري او ازبکي) ژبو خبرونه نشروي، هڅه کېږي چې په بهرنیو ژبو هم د خبرونو خپرول پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې یقین په ټولنیزو رسنیو کې په شپږو ژپو(ترکي، عربي، انګلیسي، پښتو، دري، اوزبیکي) په لیکلي بڼه دوامداره خبري نشرات لري.
د منځپانګې تولیدونکې برخه:
یقین خپله تولید کړې منځپانګه او مطالب د مجازي صفحاتو له لارې خپلو مخاطبانو ته وړاندې کوي.
په ټولو برخو کې؛ هغه که په غږېزه، انځورېزه او یا چاپي بڼه وي ورځنیو معیارونو ته په پاملرنې سره خلک ورته لاسرسی موندلای شي.
د یقین خپرېدونکې منځپانګه او مطالب ټول بې پرې، دقیق او رښتیني دي.
د دې برخې تولیدات د اطلاعاتو او معلوماتو پراخه ساحه تر پوښښ لاندې لري؛ لکه د سیاست، اقتصاد، لوبو، هنر، کډوالۍ او روغتیا په برخو کې مطالب او خپرونې چمتو کېږي؛ ترڅو له لېدونکو او مخاطبانو سره مرسته وشي، چې د هېواد له ټولنیزو، سیاسي او کلتوري مسایلو څخه پوره او رښتیني معلومات ترلاسه کړي.

 

زموږ تولیدات:

راډیویي او انځورېزي خپرونې.
بېلابېل مستند فلمونه
راډیویي او انځوریز خبري راپورونه
د دری اړخه او دوه اړخه انیمیشنونو تولید
د اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او سیاسي برنامو تولید
د اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي ویډیو کاسټ او پادکاسټ تولید
په چاپي بڼه د خبر رسونې لیکل او چاپ
په چاپي بڼه د خبر رسونې طرحې او ډېزاین
ویډیویي تولیدات:
لکه څنګه چې ویډیو کولای شي پر مخاطبانو د پیغام اغېزه زیاته کړي؛ نو له همدې کبله موږ په خپل ټول توان سره هڅه کوو، چې تر ټولو ښه ډول باندې پیغام ترتیب، تولید او مخاطبانو ته ورسوو.
دا چاره عکاسۍ، فلم ریکارډولو او مبتکر اندونو ته په زیاتې پاملرنې سره موږ ترسره کوو.

 

د مستنداتو تولید

د لنډو او اوږدو فلمونو تولید
د ټلویزیوني خپرونو تولید
د انځوریز خبري راپورونو تولید
د ویډیویي اعلانونو تولید
د دوه اړخه او دری اړخه انیمیشنونو تولید
د ویډیو کاسټ تولید
او ځانګړې مرکې

 

د لیک او چاپ برخه:

متن د نني چټک پرمختګ او اوښتون له اغېزمنو او اساسي رکنونو څخه یو دی، چې د بشري تمدن پر هر اړخ یې اغېزه څرګنده ده؛ په همدې اساس موږ غواړو چې خپلو مخاطبانو ته د متن له لارې، د مقالاتو او شننو په چوکاټ کې خپل پیغامونه ورسوو.
د چاپي خبرپاڼو تولید
د علمي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو مجلو تولید
د کتاب چاپ او ډېزاین تولید
د چاپي متن تولید
د ورځپاڼو مخکښان او استادان وایي؛ د یوې رسنۍ ټول فعالیت د مخاطبانو پر باور پورې تړاو لري او منځپانګه یې باید د مخاطبانو د علاقې وړ واوسي.
د یقین موخه د افغانانو له ملي ګټو څخه استازولي ده او د فرهنګ، ټولنې، سیاست، روغتیا له ډګره خبري ارزښت لرونکې معلومات پرلوړ معیار سره ترمخاطبانو رسونه ده.