جاپان له افغانستان سره ۶۰۰ زره امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه

د ملګرو ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، جاپان د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره ۶ لکه امريکايي ډالره نوې مرسته کړې. د اوچا د فتر د معلوماتو له مخي، دغه مرسته به په بشري برخه کې مصرف شي. اوچا نن پر خپله اېکس

د ملګرو ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، جاپان د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره ۶ لکه امريکايي ډالره نوې مرسته کړې. د اوچا د فتر د معلوماتو له مخي، دغه مرسته به په بشري برخه کې مصرف شي. اوچا نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره دا د جاپان د مخکنيو دوامدارو مرستو یوه برخه ده. اوچا د دې مرستې له امله د جاپان مننه کړې. دوه مياشتي مخکي د خوړو نړیوال پروګرام هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جاپان له لوري د ۱۳.۵ مېلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی و. په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره د جاپان مرسته تر ۷۳ مېلیونه ډالرو پورې رسېږي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos