کډوالو ته دې په خپله خوښه د وتلو اجازه ورکړل شي

کډوالو ته دې په خپله خوښه د وتلو اجازه ورکړل شي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته باید په خپله خوښه له دغه هېواده د وتلو اجازه ورکړل شي.د پاکستان حکومت پرون له ناقانونه کډوالو وغوښتل، چې له پاکستانه ووځي او هغوی ته یې د اجباري اېستلو ګواښ هم وکړ. د پاکستان حکومت

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته باید په خپله خوښه له دغه هېواده د وتلو اجازه ورکړل شي.
د پاکستان حکومت پرون له ناقانونه کډوالو وغوښتل، چې له پاکستانه ووځي او هغوی ته یې د اجباري اېستلو ګواښ هم وکړ. د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه افغان کډوال وباسي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصرخان افریدي له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، ملګري ملتونه د دغه هېواد د حکومت د نوې پرېکړې په تړاو له اړوندو پاکستاني بنسټونو څخه د لا زياتو توضيحاتو غوښتونکي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos