کندهار کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت سړک جوړېږي

کندهار کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت سړک جوړېږي

د کندهار ولایت د ښاورالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د نورزو شاه برج او یخ کارېز ترمنځ نښلېدونکي سړک چارې پیل کړې دي. د یاد سړک د چارو د پیل پرمهال د کندهار ښاروالۍ مرستیال ویلي، چې یاد سړک د خلکو د پرلپسې

د کندهار ولایت د ښاورالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د نورزو شاه برج او یخ کارېز ترمنځ نښلېدونکي سړک چارې پیل کړې دي. د یاد سړک د چارو د پیل پرمهال د کندهار ښاروالۍ مرستیال ویلي، چې یاد سړک د خلکو د پرلپسې غوښتنو پر اساس د خلاصېدو تر څنګ رغول کېږي، چې په رغول کېدو سره به یې د ډنډ او پنجوايي ولسوالیو ترڅنګ د ۶مې او ۱۵مې ناحیې اوسېدونکي هم پر لنډه لار ښار ته داخل شي. د مالوماتو له مخې دغه سړک ۱۳۰ متره اوږدوالی او ۲۵ متره سور لري چې۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې به یې په دریو میاشتو کې بشپړې شي. د یادولو وړ ده، چی یاد سړک د رغولو د چارو پرمهال۵۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos