کرنې وزارت هېواد کې د بهرنیو میوو د کرنې په اړه څېړنې پيل کړې دي

کرنې وزارت هېواد کې د بهرنیو میوو د کرنې په اړه څېړنې پيل کړې دي

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو میوو د کرنې په برخه کې خپلې څېړنې پیل کړې دي. د دغه وزارت د ویاند په وینا د کېلې او ام په څېر مېوې کېدای شي، د هېواد په ختیځو او سویلي ولایتونو کې ښه حاصلات ورکړي. د هېواد

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو میوو د کرنې په برخه کې خپلې څېړنې پیل کړې دي. د دغه وزارت د ویاند په وینا د کېلې او ام په څېر مېوې کېدای شي، د هېواد په ختیځو او سویلي ولایتونو کې ښه حاصلات ورکړي. د هېواد په سویل کې یو شمېر بڼوال د کرنې او اوبو لګونې وزارت دغه هڅې ستایي. د کرنیزو چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، چې د هوا حالاتو ته په کتو د هېواد د بېلابېلو سیمو ځمکې د ګڼو میوو د کرکېلې لپاره مناسبې دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت زیاتوي، د دغه وزارت چارواکو په افغانستان کې د بهرنیو میوو د کرکېلې د دودولو تر څنګ، د بهرنیو هېوادونو د سبزیجاتو حبوباتو او غلې په تړاو چې په افغانستان کې نه پيدا کېږي هم، څېړنې پيل کړې دي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos