په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون پر پرمختللو مرسته برابرونکو هېوادونو غږ کړی، چې د ژمي د رارسيدو په درشل کې افغانان هېر نه کړي او د ژوند اړتياوو ته يې پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې بشري مرستې بايد د فشار اچولو وسيله ونه ګرځي او افغانان بايد سياسي قربانيان
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون پر پرمختللو مرسته برابرونکو هېوادونو غږ کړی، چې د ژمي د رارسيدو په درشل کې افغانان هېر نه کړي او د ژوند اړتياوو ته يې پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې بشري مرستې بايد د فشار اچولو وسيله ونه ګرځي او افغانان بايد سياسي قربانيان نه شي.
جانګ جون ويلي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د مرستو په اړه خپلې ژمنې پلې کړي او له اړتياوو سره سم به له دغه هېواد سره بشري او پرمختيايي مرستو ته دوام ورکړي.