چارواکي:ایران او پاکستان کې د کډوالو چارو اتشې فعالې دي

چارواکي:ایران او پاکستان کې د کډوالو چارو اتشې فعالې دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د سرپرست حکومت د کډوالو اتشې د ایران او پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو چارو د تنظیم لپاره فعالیت کوي.د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد وایي، چې ډېر ژر به د ترکیې استانیول او انقرې ښارونو ته هم د سرپرست

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د سرپرست حکومت د کډوالو اتشې د ایران او پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو چارو د تنظیم لپاره فعالیت کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد وایي، چې ډېر ژر به د ترکیې استانیول او انقرې ښارونو ته هم د سرپرست حکومت اتشې واستول شي.
عبدالرحمن راشد دغه راز زیاتوي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یوه پلاوي د ترکیې د کډوالۍ ادارې له رییس سره په کتنه کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د راستنېدو په تړاو خبرې کړې دي.
نوموړی دغه راز په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته د ترکیې د کډوالۍ ادارې د رییس د سفر خبر ورکوي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos