د حیرتانو بندر مسوولین وايي، چې په دغه بندر کې دوه واګونه چې څه باندې ۱۰۰ ټنه پټرول کېږي بېرته ازبکستان ته ګرځول شوي دي.د بلخ د نورم سټنډرد امر وايي، چې ۲ واګونه پټرول تېل، چې ۱۰۳ ټنه او ۵۸۰ کیلوګرامه کېږي، بېرته د حیرتانو بندر له لارې ازبکستان ته ګرځول شوي دي.نوموړي زیاته
د حیرتانو بندر مسوولین وايي، چې په دغه بندر کې دوه واګونه چې څه باندې ۱۰۰ ټنه پټرول کېږي بېرته ازبکستان ته ګرځول شوي دي.
د بلخ د نورم سټنډرد امر وايي، چې ۲ واګونه پټرول تېل، چې ۱۰۳ ټنه او ۵۸۰ کیلوګرامه کېږي، بېرته د حیرتانو بندر له لارې ازبکستان ته ګرځول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پټرول د نورم سټنډرډ آمریت په لابراتوارونو کې له چک وروسته د افغانستان د نفتي توکو د نورم سټنډرډ سره په ټکر او بې کیفیته ثابت شول، چې وروسته د حیرتانو بندر له لارې ازبکستان ته وګرځول شول.
باید وویل شي، له دې وړاندې هم په دغه بندر کې لسګونه ټنه بې کیفیته تېل ازبکستان ته ګرځول شوي دي.