پکتیکا کې زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰ د استوګنې کورونه جوړ شول

پکتیکا کې زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰ د استوګنې کورونه جوړ شول

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولېن وایي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یونیسیار په مالي ملاتړ ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول.د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مطیع الله منصور وویل چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولېن وایي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یونیسیار په مالي ملاتړ ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مطیع الله منصور وویل چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یونیسیار په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه او ۸۰۰ زره امریکایې ډالرو په لګښت زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ شوي دي.
منصور زیاته کړه هر کور دوه د استوکنې خونې، دهلېز، یو تشناب او پخلنځی لري.
هغه همدرانګه وویل چې د دغو کورونو د جوړولو چارې د ۱۴ میاشتو په موده بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې یو شمېر مؤسسو او خیریه بنسټونو زلزله ځپلو لپاره د استوګنې کورونه جوړ کړي دي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos