پکتیا کې د اوبو رسولو ۷ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پکتیا کې د اوبو رسولو ۷ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیا ولایتي چارواکو د دې ولایت په ۶ ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۷ شبکو د جوړېدو خبر ورکړی دی.د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراخیتا ریيس میرزا جان صادق وايي، چې یادې شبکې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د کلیوالي پراختیايي شوراګانو له لوري پلې

د پکتیا ولایتي چارواکو د دې ولایت په ۶ ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۷ شبکو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراخیتا ریيس میرزا جان صادق وايي، چې یادې شبکې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د کلیوالي پراختیايي شوراګانو له لوري پلې شوې دي.
په ورته وخت کې د سویل ختيځ زون د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې د واش برخې مسوول انجینر محمد رستم رحیمي وايي چې دغه شبکې په مرکز ګردېز، احمداباد، احمدخېل، ځاځي اریوب، څمکني او میرزکه ولسوالیو کې تطبیق شوي او سلګونه ځايي اوسېدونکو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د نوموړي په خبره د دغو شبکو پرمټ ۳ ښوونځیو، ۱۲ جوماتونو، ۲ روغتیايي مرکزونو او ۲۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos