پولیس د شپې د کډوالو کورونو ته اوړي او زندان ته یې بیايي

پولیس د شپې د کډوالو کورونو ته اوړي او زندان ته یې بیايي

پاکستان کې ځينې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پوځيانو کور په کور د افغان کډوالو تلاشي پیل کړې ده.پولیس د شپې د کډوالو کورونو ته اوړي او زندان ته یې بیايي. پاکستان پرېکړه کړې چې د اکتوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه کډوال له خپل هېواد وباسي.افغان کډوال وايي، پولیس نیمه شپه له خبرداري پرته

پاکستان کې ځينې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پوځيانو کور په کور د افغان کډوالو تلاشي پیل کړې ده.
پولیس د شپې د کډوالو کورونو ته اوړي او زندان ته یې بیايي. پاکستان پرېکړه کړې چې د اکتوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه کډوال له خپل هېواد وباسي.
افغان کډوال وايي، پولیس نیمه شپه له خبرداري پرته د کډوالو کورونو ته ننوځي او د کور په تلاشۍ سره غواړي چې دا کډوال وپېژني.
افغان کډوال وايي، د اسلام اباد نوي سیاست دوی ته ژوند سخت کړی دی.
له دې سره هم‌مهاله، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت کونسل عبدالجبار تخاري هم وايي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان له وروستۍ پرېکړې وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ځورونه ډېره شوې ده.
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې دا مهال تر زرو ډېر افغان کډوال، چې قانوني اسناد لري، په بند کې دي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos