په ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

په ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د شدید اورښت، تالندې برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن په نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، بغلان، بامیان، پروان، ننګرهار، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو او سالنګونو کې د شدید اورښت، تالندې

د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د شدید اورښت، تالندې برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن په نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، بغلان، بامیان، پروان، ننګرهار، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو او سالنګونو کې د شدید اورښت، تالندې برېښنا او سېلابونو اټکل شوی، چې د اورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې له ۱۰ تر۲۰ ملي مترو پورې ټاکل شوې ده. خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په شمال، شمال لوېدیځ، لوېدیځ، سویل، سویل لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً چټکو بادونو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو برخو کې له ۲۰ نه تر ۶۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوی دی

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos