په کابل کې د برېښنا مېترو د جوړولو کارخونه جوړيږي

په کابل کې د برېښنا مېترو د جوړولو کارخونه جوړيږي

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې آسانتيا رياست له نور شرکت سره د برېښنا مېترو فابريکې جوړولو په اړه د‌ همغږۍ غونډه کړې ده.په دې غونډه کې د پانګونې اسانتيا رياست مرستيال انجينر احمد ضياء خالد ویلي، چې سرپرست حکومت د ولس د ښېرازۍ لپاره کار کوي، هڅه کوي چې پانګوالو ته په هېواد

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې آسانتيا رياست له نور شرکت سره د برېښنا مېترو فابريکې جوړولو په اړه د‌ همغږۍ غونډه کړې ده.
په دې غونډه کې د پانګونې اسانتيا رياست مرستيال انجينر احمد ضياء خالد ویلي، چې سرپرست حکومت د ولس د ښېرازۍ لپاره کار کوي، هڅه کوي چې پانګوالو ته په هېواد کې د پانګونې په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
په غونډه کې پرېکړه شوې چې د افغانستان برېښنا شرکت به د موضوع اړوند مشخصاتو له مخې د جنس د کيفيت او قيمت په پام کې نيولو سره په شرایطو برابره توافقنامه جوړه کړي او په اړه به يې په راتلونکې غونډه کې بحث وشي او د وروستي تصميم لپاره به نهايي شي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos