په پنجشېر کې د ۲۱ ځل لپاره د دغه ولایت زمرد د ازادې بولۍ له لارې وپلورل شو، چې د کورنیو سرمایه ګزارانو سربېره په کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو نړیوال هندي سوداګر ناګر برخه لرله چې ۲۳۵۴ کریته زمرد په کې په ۲۰۴۹۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شو.۱۴۴۵/۱۰/۲۱د پنجشېر والي کورنیو او بهرنیو پانګه والو لپاره په دې ولایت کې زمینه برابره ګڼي او له دوي غواړي چې په دې ولایت کې پانګونه وکړي .

په پنجشېر کې د ۲۱ ځل لپاره د دغه ولایت زمرد د ازادې بولۍ له لارې وپلورل شو، چې د کورنیو سرمایه ګزارانو سربېره په کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو نړیوال هندي سوداګر ناګر برخه لرله چې ۲۳۵۴ کریته زمرد په کې په ۲۰۴۹۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شو.۱۴۴۵/۱۰/۲۱د پنجشېر والي کورنیو او بهرنیو پانګه والو لپاره په دې ولایت کې زمینه برابره ګڼي او له دوي غواړي چې په دې ولایت کې پانګونه وکړي .

د پنجشېر والي کورنیو او بهرنیو پانګه والو لپاره په دې ولایت کې زمینه برابره ګڼي او له دوي غواړي چې په دې ولایت کې پانګونه وکړي . په دغه بولۍ کې ګډونوال هندي پانګه وال ناګر وايې: د پنجشېر ولایت زمردو ځانګړنه داده چې په شفافه توګه پر سوداګرو پلورل کېږي، نوموړي د پنجشېر

د پنجشېر والي کورنیو او بهرنیو پانګه والو لپاره په دې ولایت کې زمینه برابره ګڼي او له دوي غواړي چې په دې ولایت کې پانګونه وکړي .

په دغه بولۍ کې ګډونوال هندي پانګه وال ناګر وايې: د پنجشېر ولایت زمردو ځانګړنه داده چې په شفافه توګه پر سوداګرو پلورل کېږي، نوموړي د پنجشېر والي سره په ناسته کې په افغانستان کې شته فرصتونه او د قیمتي ډبرو کانونه د هندي پانګه والو لپاره د پانګونې لپاره مهم وګڼل .

د ښاغلی ناګر په خبره: موږ د افغانستان کانونو او قیمتي او نیمه قیمتي تیږو او په ځانګړې توګه د مرمرو ډبرو ته اړتیا لرو، ترڅنګ يې کولاي شو افغانستان ته د ماشینرۍ په برخه کې صادرات ولرو،په تېره بیا دې هېواد ته برېښنايي موټرې راوړو او په دغه برخو کې پانګونه وکړو.

د پنجشېر والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم نوموړي سوداګر سره په لیدنه کې د افغانستان او هند هېواد په تاریخي اړیکو خبرې وکړې همدارنګه په هېواد او خصوصا په پنجشېر کې شته فرصتونه او لويې پروژې د نوموړي سره شریکې کړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

د هندي نړيوال پانګه وال ناګر په خبره هندوستان کې د افغانستان پر وړاندې انځور او لید يې دې هېواد ته په راتګ سره بدل شوی او په هند کې شته کمپنۍ ، شرکتونه او سرمایه ګزاران به وهڅوي چې افغانستان ته راشي او دلته د شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي د رسنیو سره په خبرو کې د هند هېواد سوداګرو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي او د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي .

هندي سوداګر ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت د مسؤلینو او شته فرصتونو په لیدلو يې د هند هېواد سرمایه ګزارانو ته بلنه ورکړې چې په نږدې ورځو کې به افغانستان ته راشي.

ناګر هندي سوداګر په چین افریقا او اروپا کې سوداګري لري نوموړی د هندي مشهور ملیاردر انباني له نږدې ملګرو څخه دی او ډاډ ورکوي چې د نوموړي ملیاردر کمپنیو او شرکتونو ته به هم بلنه ورکړي چې افغانستان ته د پانګونې لپاره راشي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos