په حیرتان بندر کې د سرو زرو د قاچاق مخه نیول شوې ده

په حیرتان بندر کې د سرو زرو د قاچاق مخه نیول شوې ده

په حیرتان بندر کې د شاوخوا ۱۴ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق مخه نيول شوې.ماليې وزارت ویلي، چې د بلخ د حیرتانو ګمرک کارکوونکو د یوه استخباراتي راپور پر بنسټ په یوه صادراتي محموله کې د ۱۴.۲۳۵ کیلو ګرامه سره زرو د قاچاق مخه نیولې چې غوښتل یې له هېواد څخه یې بهر ولېږدوي.دغه

په حیرتان بندر کې د شاوخوا ۱۴ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق مخه نيول شوې.
ماليې وزارت ویلي، چې د بلخ د حیرتانو ګمرک کارکوونکو د یوه استخباراتي راپور پر بنسټ په یوه صادراتي محموله کې د ۱۴.۲۳۵ کیلو ګرامه سره زرو د قاچاق مخه نیولې چې غوښتل یې له هېواد څخه یې بهر ولېږدوي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې تور یو کس نیول شوی او د نورو څېړنو لپاره اړوندو امنیتي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos