پر ډیورنډ فرضي کرښه د ۱۰۵ امنیتي پوستو کار بشپړ شوی

پر ډیورنډ فرضي کرښه د ۱۰۵ امنیتي پوستو کار بشپړ شوی

په کندهار کې د ۲۰۵مې قول مسوولینو ویلي، چې د دفاع وزارت په لارښوونه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۳۰پوځي پوستې جوړیږي،چې له دې جملې څخه د ۱۰۵ پوستو کار بشپړ شوی او د ۲۵ نورو د جوړولو کار روان دی.یاده قول اردو وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سړک

په کندهار کې د ۲۰۵مې قول مسوولینو ویلي، چې د دفاع وزارت په لارښوونه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۳۰پوځي پوستې جوړیږي،
چې له دې جملې څخه د ۱۰۵ پوستو کار بشپړ شوی او د ۲۵ نورو د جوړولو کار روان دی.
یاده قول اردو وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سړک جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دی.
د دوی په خبره یاد سړک ۶۰۵ کیلومتره اوږدوالۍ لري چې تر دې مهاله ۲۷۰ کیلومتره سړک جوړ شوی
او د پاتې سړک د جوړولو کار دوام لري.
سرپرست حکومت ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسیساتو او سړک جوړولو هڅې يې د ولس او هیواد د لا ښه امنیت په موخه پیل کړې دي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos