پاکستان کې افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل شوه

پاکستان کې افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل شوه

ه اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت په رسمي بڼه افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.د افغانستان سفارت له لوري په جوړه شوې ناسته کې د سفارت چارسمبالي، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ څانګې رییس او تخنیکي پلاوي ګډون کړی و.په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالی سردار احمد

ه اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت په رسمي بڼه افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د افغانستان سفارت له لوري په جوړه شوې ناسته کې د سفارت چارسمبالي، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ څانګې رییس او تخنیکي پلاوي ګډون کړی و.
په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالی سردار احمد شکیب وايي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر اړین دی.
نوموړي د بهرنيو چارو وزارت له ورغلي پلاوي څخه د دې بهیر د فعالولو له کبله مننه کړې ده.
شکیب ویلي، چې له دې وروسته د پاسپورت غوښتونکي کولی شي د پاسپورت فورم آنلاین ترلاسه او پر ټاکلي وخت سفارت ته مراجعه وکړي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې ډېر ژر به د انلاین فورم سیستم لینک پر ټویټر، فیسبوک او د سفارت د وېب پاڼې له لارې خپور کړي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos