پاکستان: ټول غیر قانوني افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسو

پاکستان: ټول غیر قانوني افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسو

پاکستان وایي، ټول غیرقانوني کډوال دې د دوی له خاورې ووځي کنه په زوره به یې وباسي. رویټرز اژانس د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز بُګتي په وینا خبر ورکړ، چې سږکال په پاکستان کې ډیری بریدونه افغانانانو کړي دي. بګتي زیاته کړه، چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني

پاکستان وایي، ټول غیرقانوني کډوال دې د دوی له خاورې ووځي کنه په زوره به یې وباسي. رویټرز اژانس د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز بُګتي په وینا خبر ورکړ، چې سږکال په پاکستان کې ډیری بریدونه افغانانانو کړي دي. بګتي زیاته کړه، چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دوی باید د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ووځي. د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. له دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos