د میدان وردګو ولایت د نرخ او دایمیرداد ولسوالیو ترمنځ پر غځېدلې لاره د صدمردې کوتل د رغولو چارې د یاد ولایت د والي او د پنځمې پلې لوا قومندان نقیب الله حامد له لوري پیل شوې. دغه کوتل ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په رغولو سره به یې دایمیردادو ولسوالۍ ته ۷ ساعته مزل
د میدان وردګو ولایت د نرخ او دایمیرداد ولسوالیو ترمنځ پر غځېدلې لاره د صدمردې کوتل د رغولو چارې د یاد ولایت د والي او د پنځمې پلې لوا قومندان نقیب الله حامد له لوري پیل شوې. دغه کوتل ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په رغولو سره به یې دایمیردادو ولسوالۍ ته ۷ ساعته مزل ۴ ساعتو ته راکم شي. یاد کوتل د دفاع وزارت د ماشینرۍ په واسطه رغول کېږي.