ه یوه اونۍ کې پاکستان کې ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي

ه یوه اونۍ کې پاکستان کې ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاري وايي چې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې په پاکستان کې څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.تخاري ویلي چې د نیول شویو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي او ډېری دغه کسان له سند ایالته نیول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاري وايي چې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې په پاکستان کې څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.
تخاري ویلي چې د نیول شویو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي او ډېری دغه کسان له سند ایالته نیول شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د دغه هېواد د لنډمهالي لومړي وزیر له څرګندونو وروسته، اوس یو شمېر افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري په اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیونو له زیاتېدو خبر ورکوي.
د عبدالجبار تخاري په وینا، هغه ۲۰۰ افغان کډوال چې په دې وروستیو کې نیول شوي وو د سرپرست حکومت د کونسلګرۍ د هڅو له امله بېرته خوشې شوي خو د نیولو دغه بهیر اوس هم دوام لري.
له دې سره سم، سرپرست حکومت له پاکستانه غواړي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos