هند کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۴۲ ته ورسېد

هند کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۴۲ ته ورسېد

د هند په ختیځ کې د یخچالي ډنډ د ماتېدو او ناڅاپي سېلاب د جوړېدو له امله د مړو شمېر ۴۲ او د ورکو کسانو شمېر ۱۵۰ ته ورسېد. په سیکیم ایالت کې ځايي چارواکو ویلي، چې د ورکو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي. دا له ۵۰ کلونو ډېر وخت کې په

د هند په ختیځ کې د یخچالي ډنډ د ماتېدو او ناڅاپي سېلاب د جوړېدو له امله د مړو شمېر ۴۲ او د ورکو کسانو شمېر ۱۵۰ ته ورسېد. په سیکیم ایالت کې ځايي چارواکو ویلي، چې د ورکو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي. دا له ۵۰ کلونو ډېر وخت کې په دغه سیمه کې تر ټولو بده طبیعي پېښه بلل کېږي. د چارواکو په وینا په سیکیم ایالت کې چې د طبیعي منظرو له مخې د سیل لپاره په زړه پورې ځای دی، د دې پېښې له امله د نږدې ۲۲ زره کسانو ژوند اغېزمن شوی دی. دا د سوېلي اسیا غرونو کې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو مرګونې پېښه ده.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos