هند: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

هند: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ویلي، د افغانستان د روانې کشالې د حل لارې لټول لا هم د هند لپاره په لومړیتوب کې ده.اجیت دووال چې په قزاقستان کې د هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په دویمه ناسته کې ویلي، له افغانانو سره په بشري مرستو

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ویلي، د افغانستان د روانې کشالې د حل لارې لټول لا هم د هند لپاره په لومړیتوب کې ده.
اجیت دووال چې په قزاقستان کې د هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په دویمه ناسته کې ویلي، له افغانانو سره په بشري مرستو سربېره باید ټولو ته دا مهمه وي چې هلته یو ټولشموله حکومت تشکیل شي، له ترهګرۍ سره مبارزه او همدارنګه د ښځو او لږکیو حقونه اعاده شي.
اجیت دووال دا هم ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.
هغه په هند کې د روان نړیوال جام پر مهال د افغان ټيم حضور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د امول په نوم یوه هندۍ کمپنۍ د افغان ټيم تمویل پر غاړه لري.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos