هند افغانستان ته ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي

هند افغانستان ته ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي

په نوي دیلي کې د افغانستان سفارت یوه چارواکي ویلي، چې د هند د فرهنګي اړیکو شورا د لیسانس او ​​ماسټرۍ په برخه کې د افغانانو لپاره ۱۰۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي. په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت د سوداګرۍ څانګې مشر قادر شاه پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دې پروګرام

په نوي دیلي کې د افغانستان سفارت یوه چارواکي ویلي، چې د هند د فرهنګي اړیکو شورا د لیسانس او ​​ماسټرۍ په برخه کې د افغانانو لپاره ۱۰۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي. په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت د سوداګرۍ څانګې مشر قادر شاه پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دې پروګرام د زده‌کړو په څانګو کې د سوداګرۍ اداره، سوداګري، د کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورې برخې شاملې دي. د دې بورسونو د ترلاسه کولو لپاره، د غوښتونکو عمرونه باید ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي او پر انګلیسي ژبه بشپړ واک ولري. دغه راز دوی د هندي پوهنتونونو لخوا ټاکل شوي نور اکاډمیک معیارونه هم بشپړ کړې وي. نوموړي ویلي، هغه څوک، چې لیوالتیا ولري کولی شي د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۲۲ پورې د دې بورسونو لپاره آنلاین غوښتنه وکړي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos