ننګرهار کې د ۶۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د سيرمو ۶۵۰ زره بې کيفيته سيټونه و سوځول شول

ننګرهار کې د ۶۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د سيرمو ۶۵۰ زره بې کيفيته سيټونه و سوځول شول

د ننګرهار ولايت خوړو او درملو ملي ادارې له لوري، له جلال اباد ښار څخه راټول شوي د سيرمو شپږ سوه او پنځوس زره بې کيفيته سيټونه د ۶۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د نهمې ناحيې اړوند سرخديوال سيمې په يو خوندي ځای کې وسوځول شول.د ننګرهار خوړو او درملو ادارې رئیس حافظ عبدالحی

د ننګرهار ولايت خوړو او درملو ملي ادارې له لوري، له جلال اباد ښار څخه راټول شوي د سيرمو شپږ سوه او پنځوس زره بې کيفيته سيټونه د ۶۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د نهمې ناحيې اړوند سرخديوال سيمې په يو خوندي ځای کې وسوځول شول.
د ننګرهار خوړو او درملو ادارې رئیس حافظ عبدالحی عباس وويل، چې د سيرمو دا سيټونه د درملو کاروباريانو له لوري له هند څخه را وارد شوي و، چې کيفيت خراب وو او نن يې د ګډ هيئت په حضور کې وسوځول. نوموړي وويل، چې د خوړو او درملو اداره دند لري، ترڅو د روغتيا ساتنې به موخه تاريخ تېره او بې کيفيته خواړه او درمل راټول او وسوځوي.
د خوړو او درملو ملي ادارې رئيس له سوداګرو وغوښتل چې با کيفيته توکي او درمل را وارد او د تاريخ له پوره کېدو وړاندې يې وپلوري. د يادونې ده، چې شاوخوا درې ورځې وړاندې هم يادې ادارې له لوري دوه ټنه تاريخ تېره او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل سوځول شوي دي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos