نصیب ځدراڼ د هلمند کرکټ اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه

نصیب ځدراڼ د هلمند کرکټ اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ښاغلي نصیب خان او د لوبغالو او روزنیزو مرکزونو د څانګې مشر ښاغلي انجنیر ممتاز عمرزي تېره ورځ هلمند ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له کرکټ لوبغالي او روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه. ښاغلي نصیب خان د خپل سفر په ترڅ کې وئیلي چې ډېر

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ښاغلي نصیب خان او د لوبغالو او روزنیزو مرکزونو د څانګې مشر ښاغلي انجنیر ممتاز عمرزي تېره ورځ هلمند ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له کرکټ لوبغالي او روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي نصیب خان د خپل سفر په ترڅ کې وئیلي چې ډېر ژر به د یاد ولایت پر کرکټ لوبغالي او کرکټ اکاډمۍ باندې د لا معیار او جوړونې په موخه چارې پیل کړي، چې موخه یې د ملي سیالیو لپاره د یاد لوبغالي او روزنیزې اکاډمۍ چمتو کول دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دې ولایت د کرکټ اکاډمۍ کې به نور ویشتنځایونه هم زیات کړل شي چې په دې سره به د یاد ولایت د کرکټ استعدادونه لا وغوړیږي.
ښاغلي نصیب خان د انجنیرۍ څانګې ته سپارښتنه کړې چې د یادې اکاډمۍ د ویشتنځایونو د زیاتېدو او ترمیم، همدا راز د لوبغالي د دفتر او نورو اړتياو د بیارغونې کارونه هم پیل کړي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos