نجشېر کې د ۱۳۱ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

نجشېر کې د ۱۳۱ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

د کانونو او پټرولیم وزارت، د پنجشېر د سیمه ییزو مسوولینو او د شرکتونو د استازو په شتون کې، د دغه ولایت د زمردو پلور د داوطلبۍ د ترسره کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې داوطلبۍ کې د زمردو پلور لپاره شفافیت او کریسټل

د کانونو او پټرولیم وزارت، د پنجشېر د سیمه ییزو مسوولینو او د شرکتونو د استازو په شتون کې، د دغه ولایت د زمردو پلور د داوطلبۍ د ترسره کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې داوطلبۍ کې د زمردو پلور لپاره شفافیت او کریسټل بندي په پام کې نیول شوې وه چې په پایله کې، حاجي زبیر د ۲۵۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۶۵ قیراط زمرد ګټونکی شو. همدا رنګه، محمد نذیر د ۲۱ زره ۸۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۲۳ قیراط زمرد، د ۵۳۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۸۴ قیراط زمرد، د ۱۰ زره ۶۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۷۰ قیراط او د ۹۱ زره ۲۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۴۸۲.۹۵ قیراط زمرد ګټونکی اعلان شوی دی. ویل شوي چې په ټوله کې (۱۰۲۴.۹۵) قیراط زمرد، د ۱۳۱ زره ۴۰۰ امریکایی ډالرو په قیمت سره پلورل شوی دی.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos