م.م: د هرات زلزله ځپلو سره دې ۱۴ میلیونه ډالره مرسته وشي

م.م: د هرات زلزله ځپلو سره دې ۱۴ میلیونه ډالره مرسته وشي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ د هرات زلزله ځپلو لپاره د ۱۴.۴ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.دې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې دا بېړنۍ مرسته یې د دې لپاره غوښتې، څو ژر تر ژره د زلزله ځپلو لاسنیوی وشي. د ملګرو ملتو د بشري مرستو د

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ د هرات زلزله ځپلو لپاره د ۱۴.۴ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
دې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې دا بېړنۍ مرسته یې د دې لپاره غوښتې، څو ژر تر ژره د زلزله ځپلو لاسنیوی وشي. د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په وینا، په هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر څوارلس سوو او د ټپیانو شمېر یوزر اته سوه پنځوس تنو ته رسېدلی دی.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos