ملګري ملتونه: هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله ۳۲۰ تنه مړه شوي

ملګري ملتونه: هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله ۳۲۰ تنه مړه شوي

هرات ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله سلګونه کسان مړه شوي‌ او ګڼ نور ټپیان دي. ملګري ملتونه هم وايي،‌ چې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هرات کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې امر عنایت الله صابر

هرات ولایتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله سلګونه کسان مړه شوي‌ او ګڼ نور ټپیان دي. ملګري ملتونه هم وايي،‌ چې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هرات کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې امر عنایت الله صابر وايي، اټکل کوي چې په پنځلسو کلیو کې نږدې ۱۵۰۰ کسان مړه شوي دي. نوموړی وايي وېره ده چې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبله به ډېره لوړه وي. ځکه دوی وايي څو کلي په بشپړ ډول ړنګ شوي دي. صابر وايي، نږدې ټول مړي تر خاورو لاندې پراته دي‌ او اټکل نه کوي‌ چې څوک دي ژوند پاتې شوې وي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos