ماليې وزارت: روان کال د ۹۴ زره ټنو قاچاقي توکو مخه نیول شوې

ماليې وزارت: روان کال د ۹۴ زره ټنو قاچاقي توکو مخه نیول شوې

د ماليې وزارت وايي، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې په ۶ ولايتونو کې د څه باندې ۹۴زره ټنو قاچاقي توکو مخه نيولې ده. د ماليې وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د یاد وزارت كاركوونكو د ۱۴۰۲ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د کندهار، نیمروز، خوست، پکتیا، هلمند

د ماليې وزارت وايي، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې په ۶ ولايتونو کې د څه باندې ۹۴زره ټنو قاچاقي توکو مخه نيولې ده. د ماليې وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د یاد وزارت كاركوونكو د ۱۴۰۲ کال په لومړيو شپږو مياشتو کي د کندهار، نیمروز، خوست، پکتیا، هلمند او ننگرهار ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د ۹۴ زره ۱۱۶ ټنه بې کيفيته او ممنوعه طبي، زراعتي او يوناني درمل، خوراکي او نشه يي توکي چې په قاچاقي ډول له پاکستان څخه افغانستان ته را واردېدل مخنیوی کړی دی. دغه وزارت وايي، چې اوسمهال د هېواد په ټولو لویو لارو کې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست ګرځنده څارنې ټيمونه فعال دي او چاته اجازه نه ورکوي چې قاچاقي او ممنوعه توکي هېواد ته را لېږدوي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos