له کندهاره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي

له کندهاره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانکونې خونې مسوولين وايي، چې سږ کال له دغه ولایته پاکستان او هند ته د ۱۵ میلیونو ۴۶ زره ډالرو په ارزښت ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور صادر شوي دي.د یادې خونې د معلوماتو له مخې د تېر کال په پرتله سږ کال د انګور صادرات دوه برابره زيات شوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانکونې خونې مسوولين وايي، چې سږ کال له دغه ولایته پاکستان او هند ته د ۱۵ میلیونو ۴۶ زره ډالرو په ارزښت ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور صادر شوي دي.
د یادې خونې د معلوماتو له مخې د تېر کال په پرتله سږ کال د انګور صادرات دوه برابره زيات شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې ویلي، که څه هم په بهر کې د انګورو تقاضا ډېره نه وه، خو سږ کال یې صادرات د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره ډېر وو.
د یادونی وړ ده، چي تېر ۱۴۰۱ کال کې له کندهاره د ۸ میلیونه ۹۹ زره ۴۶۰ ډالرو په ارزښت ۱۵۲۸۰ ټنه انګور صادر شوي وو.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos