له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون لاریون وشو

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون لاریون وشو

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نیونې او په جبري توګه یې افغانستان ته د لېږلو په غبرګون نن د پښتون ژغورنې غورځنګ په چمن ښار کې لاریون وکړ.په دې لاریون کې سلګونو لاریونوالو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د افغانانو پر وړاندې زور زیاتی بس کړي.په دې راټولېدنه کې

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نیونې او په جبري توګه یې افغانستان ته د لېږلو په غبرګون نن د پښتون ژغورنې غورځنګ په چمن ښار کې لاریون وکړ.
په دې لاریون کې سلګونو لاریونوالو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د افغانانو پر وړاندې زور زیاتی بس کړي.
په دې راټولېدنه کې ویناوالو پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ غوښتل، پر تلاشیو د افغانانو ځورول او د افغان کډوالو نیول وغندل.
معترضانو له افغان حکومته هم وغوښتل، چي پر نړۍوال سټېج د ډیورنډ او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو مسایل راپورته کړي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos