لس تنه پولنډي سیلانیان هرات ولایت ته تللي دي

لس تنه پولنډي سیلانیان هرات ولایت ته تللي دي

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست حمیدالله غیاثی پرون له لسو پولنډي سیلانیانو سره کتلي دي. په دې کتنه کې غیاثي ورغلیو سیلانیانو ته ویلي چې هرات له ۸۰۰ زیاتې تاریخي آبدې او د هېواد په کچه بې ساري شخصیتونه لري. ورته مهال پولنډي سیلانیانو په دې کتنه کې ویلي چې اوسمهال په

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست حمیدالله غیاثی پرون له لسو پولنډي سیلانیانو سره کتلي دي. په دې کتنه کې غیاثي ورغلیو سیلانیانو ته ویلي چې هرات له ۸۰۰ زیاتې تاریخي آبدې او د هېواد په کچه بې ساري شخصیتونه لري. ورته مهال پولنډي سیلانیانو په دې کتنه کې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې د ګرځندوی لپاره ښه زمینه برابره شوې او دوی به په دغه ډله ییز سفر کې د هرات له ټولو طبیعي سیمو او تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړي. هغوی زیاته کړه، چې د سرپرست حکومت په راتلو سره په افغانستان کې امنیت په بشپړه ډول تامین شوی او همدا د دې لامل شوی چې د نړۍ له هر ګوټ څخه لسګونه سیلانیان افغانستان ته راشي او له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړي.

admin
ADMINISTRATOR
PROFILE

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos