شات پلورونکي:له بهره دې د شاتو د وارداتو مخه ونیول شي

شات پلورونکي:له بهره دې د شاتو د وارداتو مخه ونیول شي

په هلمند کې د شاتو مچیو د روزنې او شاتو د تولید کاروبار غوړېدلی دی.د شاتو مچیو کاروباریان وایي، تولید یې زیات او د کیفیت له اړخه هم ښه دی، خو له بهرنیو هېوادونو څخه د شاتو د وارداتو له امله یې بازار پیکه دی.دوی له بهرنیو هېوادونو څخه د شاتو په وارداتو د بندیز

په هلمند کې د شاتو مچیو د روزنې او شاتو د تولید کاروبار غوړېدلی دی.
د شاتو مچیو کاروباریان وایي، تولید یې زیات او د کیفیت له اړخه هم ښه دی، خو له بهرنیو هېوادونو څخه د شاتو د وارداتو له امله یې بازار پیکه دی.
دوی له بهرنیو هېوادونو څخه د شاتو په وارداتو د بندیز لګولو او هلمندي شاتو ته په کور دننه د بازار موندنې غوښتنه کوي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ رییس شاه محمد وایي، اوس مهال له دوی سره د ۱۲۰ په شاوخوا کې د شاتو مچیو فارمونه ثبت دي او په پلان کې لري، چې د مرکزي حکومت په مرسته به ورسره لازمې همکارۍ وکړي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos