سوداګرۍ وزارت له ۱۱ بنسټونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سوداګرۍ وزارت له ۱۱ بنسټونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ۱۱ مرستندویه بنسټونو سره د همکاریو د هوکړو له لاسلیک خبر ورکړی. یاد مرستندویه بنسټونه به د کورنیو او ښځو لپاره، د کار موندنې، سوداګرۍ او اقتصادي ځواکمنتیا په برخو کې، بېلابېلې پروژې عملي کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین زیاتوي د یادو مرستندویه بنسټونو پروژې به، چې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ۱۱ مرستندویه بنسټونو سره د همکاریو د هوکړو له لاسلیک خبر ورکړی. یاد مرستندویه بنسټونه به د کورنیو او ښځو لپاره، د کار موندنې، سوداګرۍ او اقتصادي ځواکمنتیا په برخو کې، بېلابېلې پروژې عملي کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین زیاتوي د یادو مرستندویه بنسټونو پروژې به، چې ټول ارزښت یې دوه نیم میلیون ډالره دی په ۸ ولایتونو کې عملي شي. له دې سره سم اقتصاد وزارت وايي، دمګړۍ په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ په برخو کې ۴۶ کورني او بهرني بنسټونه فعالیت لري. بلخوا د ا.ا ویاند وايي، چې سرپرست حکومت سوداګرۍ محوره تګلاره لري او له هغو بنسټونو چې په دې برخه کې فعالیت کوي غواړي، چې د کورنیو لپاره اقتصادي سرچینې پيدا کړي څو د هغوی په ژوند کې اساسي بدلون راشي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos