ستانکزی: افغانستان ته دې په نړۍوالو فورمونو کې د ګډون حق ور کړل شي

ستانکزی: افغانستان ته دې په نړۍوالو فورمونو کې د ګډون حق ور کړل شي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتونبایوا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د سيمه‌ييزې همغږۍ، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې، د خصوصي سوداګريز او بانکي سکتور

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتونبایوا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د سيمه‌ييزې همغږۍ، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې، د خصوصي سوداګريز او بانکي سکتور د احيا پر لارو چارو، د ماين پاکۍ پر فعاليتونو او د نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي چې په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي چې په ځينو برخو کې د نظر توپير سره، سره د دې اړتيا ده چې په اتفاقي موضوعاتو کې ګډ کار وشي او افغانستان ته د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړۍوالو فورمونو کې د ګډون حق ور کړل شي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos