روغتیا وزارت:اوس د لرې پرتو سیمو خلک هم له روغتیايي خدماتو برخمن دي

روغتیا وزارت:اوس د لرې پرتو سیمو خلک هم له روغتیايي خدماتو برخمن دي

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي معین بلخ ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، د عامې روغتیا ریاست مسوولینو او قومي مشرانو سره لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت په بیا واکمنۍ سره د هېواد لرې پرتو سيمو کې روغتيايي مرکزونه جوړ

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي معین بلخ ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، د عامې روغتیا ریاست مسوولینو او قومي مشرانو سره لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت په بیا واکمنۍ سره د هېواد لرې پرتو سيمو کې روغتيايي مرکزونه جوړ شوي او د یادو سیمو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کېږي.
نوموړي د افغانستان ټولو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د هر اړخیزو ژمنو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې اوس مهال د بدخشان له پامیر څخه تر لرې پرتو سیمو پورې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او هېواد وال روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی لري.
هغه زياته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د لرې پرتو سیمو خلکو ته روغتيايي خدمتونه نه دي وړاندې شوي او اوس اړتيا ده، چې خلکو ته هر اړخيز روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د نوموړي په خبره، دا مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې ( روغتیا د ټولو لپاره) تر شعار لاندې با کیفیته او متوازن روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos