د کندهار له والي سره د سټېفېن روډرېکس کتنه

د کندهار له والي سره د سټېفېن روډرېکس کتنه

د کندهار رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام مشر سټېفېن روډرېکس د دغه ولایت له والي، ملا محمد علي حنفي «ملا شیرین» سره لیدلي دي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ولایت ته د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام پلاوي د سفر موخه، له پاکستانه د راستانه شویو

د کندهار رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام مشر سټېفېن روډرېکس د دغه ولایت له والي، ملا محمد علي حنفي «ملا شیرین» سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ولایت ته د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام پلاوي د سفر موخه، له پاکستانه د راستانه شویو افغانانو د وضعیت له نږدې لیدنه ده.
د خبرپاڼې له مخې، د کندهار والي د یادې ادارې له مشر څخه په دغه ولایت کې د کرنې، راستانه شویو کډوالو، د کوکنارو لپاره د بدیل کښت، بېړنیو پېښو ته د چمتووالي او نورو برخو کې د مرستو غوښتنه کړې ده.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos