د کمال خان بند د دوو کانالونو کار ۹۴ سلنه بشپړ شوی

د کمال خان بند د دوو کانالونو کار ۹۴ سلنه بشپړ شوی

د ملي پراختیا شرکت چارواکي وايي، د کمال خان بند د دوو کانالونو ۹۴ سلنه کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغه شرکت مسوولین زیاتوي چې د دغو کانالونو په بشپړېدو سره به د نیمروز ولایت د خلکو د اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده

د ملي پراختیا شرکت چارواکي وايي، د کمال خان بند د دوو کانالونو ۹۴ سلنه کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغه شرکت مسوولین زیاتوي چې د دغو کانالونو په بشپړېدو سره به د نیمروز ولایت د خلکو د اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده حل شي. د دغو دوو کنالونو چې اوږدوالی یې ۲۶۴ کېلو مترو ته رسیږي، په فعالېدو سره به یې ۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه او تر ډېره به د خلکو ورځني ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي. په همدې حال کې د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي، چې د دې پروژې د کار بشپړېدو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

admin
ADMINISTRATOR
PROFILE

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos