د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله آسیا جام لوبو کې نن له نیپال سره لوبه ترسره کوي

د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله آسیا جام لوبو کې نن له نیپال سره لوبه ترسره کوي

د ۱۹کلنو اسیا جام کرکټ سیالیو په لړ کې نن ورځ ۱۰ بجې افغان لوبډله د نیپال لوبډلې پروړاندې لوبه ترسره کوي. افغان لوبډلې تردې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې له هندوستان لوبډلې څخه د ۷ ویکټو په توپیر ماتې خوړلې ده. افغان لوبډلې ته د دې لوبې ګټل د مخته تګ لپاره ډیر

د ۱۹کلنو اسیا جام کرکټ سیالیو په لړ کې نن ورځ ۱۰ بجې افغان لوبډله د نیپال لوبډلې پروړاندې لوبه ترسره کوي. افغان لوبډلې تردې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې له هندوستان لوبډلې څخه د ۷ ویکټو په توپیر ماتې خوړلې ده. افغان لوبډلې ته د دې لوبې ګټل د مخته تګ لپاره ډیر مهم دي. که افغان لوبډله په خپل الف ګروپ کې ۲ لوبې وګټي؛ نو د اسیا ۱۹ کلنو جام سیالیو تر نیمه پایلوبې لار موندلی شي. له نیپال سره تر لوبې ورسته افغان لوبډله خپله وروستۍ ګروپي لوبه له پاکستانۍ لوبډلې سره ترسره کوي. د یادولو وړ ده، چې د اسیا جام په دغو سیالیو کې ټولټال ۸ لوبډلې برخه لري چې له ډلې یې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سریلانکا دایمي غړي دي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos