د کابل- جلال‌آباد لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

د کابل- جلال‌آباد لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د کابل- جلال‌آباد لویه لاره چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د غر ښوویېدنې له امله تړل شوې وه، تېره شپه اووه بجې بېرته پرانېستل شوه. د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس ویلي، چې دغه لویه لاره د یاد وزارت د سرپرست له لوري بېرته پرانېستل شوې ده. د نوموړي

د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د کابل- جلال‌آباد لویه لاره چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د غر ښوویېدنې له امله تړل شوې وه، تېره شپه اووه بجې بېرته پرانېستل شوه. د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس ویلي، چې دغه لویه لاره د یاد وزارت د سرپرست له لوري بېرته پرانېستل شوې ده. د نوموړي په وینا، دغه لاره د کابل دروازې څخه درې کېلومټره لرې د غر ښویېدنې له کبله تړل شوې وه چې د پاک‌کارۍ چارو په بشپړېدو تېره شپه بېرته پرانېستل شوه. د کابل-جلال‌آباد لویه لاره د هېواد له مهمو لویو لارو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد ختیځو ولایتونو ته د مسافرو تګ‌راتګ سربېره له یادو ولایتونو څخه سوداګریز توکي هم پر همدې لاره کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos