د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د کورونو نړول پیل کړي دي

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د کورونو نړول پیل کړي دي

د پاکستان حکومت د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو کمپاین پیل کړی دی.د پاکستان حکومت د څه دپاسه ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو او د زرګونو بندیانو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان وروسته په یوه نوي اقدام کې د دغه هېواد

د پاکستان حکومت د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو کمپاین پیل کړی دی.
د پاکستان حکومت د څه دپاسه ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو او د زرګونو بندیانو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان وروسته په یوه نوي اقدام کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو ړنګول پیل کړي دي.
د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام اباد او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د کورونو ړنګولو دې بهیر ته ‘د ملکیتونو د غصب ضد عملیاتو’ نوم ورکړی دی.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رووفي د دغو کورونو ویجاړول تایید کړي او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې افغان کډوال له بد وضعیت سره مخ دي.
رووفي په دې قضیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په بې غورۍ تورنوي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos