د هند غوره لیګ(ای پي ایل) ۱۷م پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو د پیرلو مراسم د ۳ افغان لوبغاړو د اخیستلو په ګډون پای ته ورسېدل.

د هند غوره لیګ(ای پي ایل) ۱۷م پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو د پیرلو مراسم د ۳ افغان لوبغاړو د اخیستلو په ګډون پای ته ورسېدل.

د لوبغاړو د پېر دغه مراسم د سې شنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شول‎، چې افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی، محمدنبي او مجیب الرحمن هم بیلابیلو لوبډلو وپېرل. دا ځل لومړنی افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی و چې په خپل ټاکلی قیمت ۵۰ لکه هندي کالدارو د ګجرات ټایټانز لوبډلې واخیست.

د لوبغاړو د پېر دغه مراسم د سې شنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شول‎، چې افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی، محمدنبي او مجیب الرحمن هم بیلابیلو لوبډلو وپېرل. دا ځل لومړنی افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی و چې په خپل ټاکلی قیمت ۵۰ لکه هندي کالدارو د ګجرات ټایټانز لوبډلې واخیست. راشد، نوین، فارقي، ګربز او نور احمد هغه لوبغاړي دې چې خپلو پخوانیو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي، له دې ۳ لوبغاړو سره د آی پي ایل په راتلونکي پړاو سیالیو کې به ۸ افغان لوبغاړي له بیلابیلو لوبډلو لپاره سیالۍ ترسره کړي. دا ځل د پېر په دې مراسمو کې په لوړه بیه د یوه لوبغاړي د اخستلو ريکارډ هم جوړ شو، د اسټرالیا چټک توپ اچونکی میچل سټارک د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ۲۴ کروړه او ۷۵ لکه هندي کالدارو واخیست.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos