د هند د نه همکارۍ له امله نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وتړل شو

د هند د نه همکارۍ له امله نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وتړل شو

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له دغه سفارت سره د هند د حکومت د نه همکارۍ له امله خپل فعالیت پای ته رسولی دی. په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سفارت به سر له نن خپل فعالیتونه ودروي. په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له دغه سفارت سره د هند د حکومت د نه همکارۍ له امله خپل فعالیت پای ته رسولی دی. په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سفارت به سر له نن خپل فعالیتونه ودروي. په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وايي، دا پرېکړه يې له ډېر غور او د افغانستان او هند تر منځ د تاريخي اړيکو او اوږدمهاله همکاريو په پام کې نيولو سره کړې ده. په خبر پاڼه کې راغلي، چې د هند حکومت لخوا د ډیپلوماتانو د ویزو نه تمدید، د ښې کاري فضا نشتون د دوی کارونه له ستونزو سره مخ کړي وو.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos