د هرات زلزله ځپلو لپاره ۸۰ ټنه طبي توکي کابل ته را ورسېدل

د هرات زلزله ځپلو لپاره ۸۰ ټنه طبي توکي کابل ته را ورسېدل

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، چې کابل ته د طبي توکو څه باندې ۸۰ ټنه درمل، جراحي وسایل او نور توکي راورسېدل.د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه درمل او طبي توکي به هرات ته انتقال کړي او د وروستیو زلزلو له امله له

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، چې کابل ته د طبي توکو څه باندې ۸۰ ټنه درمل، جراحي وسایل او نور توکي راورسېدل.
د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه درمل او طبي توکي به هرات ته انتقال کړي او د وروستیو زلزلو له امله له زیانمنو شویو ماشومانو، امیندوارو مېرمنو او کورنیو ته به پرې رسیدګي وشي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې یاد طبي وسایل د اسیا پراختیایي بانک په ملاتړ تر لاسه شوي او دا به د نږدې ۴۳ زره کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو یوه برخه وي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos