د نړيوال جام په درشل کې افغانستان نن د پاکستان سره مخ کيږيٍ

د نړيوال جام په درشل کې افغانستان نن د پاکستان سره مخ کيږيٍ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټراټ وايي د پاکستان پر وړاندې سیالي به له جذبې ډکه وي او د پوره چمتووالي ډاډ یې وښود.افغانستان او پاکستان نن د نړیوال جام په ۲۲مه سیالۍ کې د هندوستان د چنای په ښار کې لوبه کوي.ټراټ زیاته کړه، د پاکستان پر وړاندې سیالۍ ته

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټراټ وايي د پاکستان پر وړاندې سیالي به له جذبې ډکه وي او د پوره چمتووالي ډاډ یې وښود.
افغانستان او پاکستان نن د نړیوال جام په ۲۲مه سیالۍ کې د هندوستان د چنای په ښار کې لوبه کوي.
ټراټ زیاته کړه، د پاکستان پر وړاندې سیالۍ ته ډېر لېواله دی او په باور یې د دواړو لوبډلو ترمنځ شته رقابت به سیالي ډېره جالبه کړي.
په روان نړیوال جام کې دا د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو لپاره پنځمه سیالي ده، افغانستان تر دې دمه یوازې انګلستان ته ماتې ورکړې ده او په درې نورو سیالیو کې یې له بنګله دیش، هندوستان او نیوزیلینډ نسبتاً سختې ماتې خوړلې دي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos