د نړيوالو موسسو مسؤلينو د بامينو د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل

د نړيوالو موسسو مسؤلينو د بامينو د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل

په دې ناسته کې چې د اطلاعاتو او کلتور رياست کې ترسره شوه په باميانو کې د يوناما د دفتر رييسې سارا ديمول، دUNDP, UNHCR UNWOEN, UNFAO,UNICEF د دفترونو رييسانو ګډون کړی و.د بين‌المللي مؤسسو مسؤلينو په خپلو خبرو کې وويل: دا مؤسسې ډېری په مرسته رسونه، کرنه، د ښځو خودکفايي او د طبيعي سرچينو

په دې ناسته کې چې د اطلاعاتو او کلتور رياست کې ترسره شوه په باميانو کې د يوناما د دفتر رييسې سارا ديمول، دUNDP, UNHCR UNWOEN, UNFAO,UNICEF د دفترونو رييسانو ګډون کړی و.
د بين‌المللي مؤسسو مسؤلينو په خپلو خبرو کې وويل: دا مؤسسې ډېری په مرسته رسونه، کرنه، د ښځو خودکفايي او د طبيعي سرچينو په ساتلو کې فعاليت کوي.
د دې مؤسسو مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتور له رئيس نه غوښتنه وکړه چې د هماهنګيو او د بشري فعاليتونو د تطبيق په برخو کې ورسره همکاري وکړي.
مولوي صفي‌الله رائد د ښه راغلاست تر څنګ د مرستو په وېش او په دې ولايت کې د زيربناوو په جوړولو د بين‌المللي مؤسساتو له کړنو قدرداني وکړه او ويې ويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست په باميانو کې د کلتور جوړونې، د لرغونو سيمو ساتنې، د ځوانانو ملاتړ، د ګرځندوی صنعت وده او د اطلاع رسونې لپاره مهم او موثره فعاليتونه سرته رسولي او په راتلونکي کې هم ښې او موثره برنامې په پلان کې لرو.
ښاغلي رائد د مؤسساتو له مسؤلينو وغوښتل چې د ټولنيزو خدماتو په ارايه کولو او په بشري مرستو کې اړينې هماهنګۍ ولري ترڅو ډېری اړمند کسان ترې ګټه پورته کړي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos