د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د لعلپورې ولسوالۍ بېلې کلي کې د یو ان ډي پي ادارې د ۷۳ زره او ۴۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت او د ROP/ CBARD پروژې په تخنيکي همکارۍ د لعلپورې ولسوالۍ په بېلې سیمه کې د یو کانال سربند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادې پروژې مسؤلین وایي، دغه سربند ۲۰۵ متره اوږدوالی لري، چې ور سره د ۱۷۰ متره سلبونو، ۱۷۰ مترو سوپر پسيج، دوه د اوبو د کنترول دروازې، ۱۰۰ متره د غاړو ديوالونه او ۱۷۰ متره کټپ وال جوړول شامل دي.په دې پروژه کې د ۶۰۰ مترو کانال پاکول هم شامل دي، چې د پروژې

د یادې پروژې مسؤلین وایي، دغه سربند ۲۰۵ متره اوږدوالی لري، چې ور سره د ۱۷۰ متره سلبونو، ۱۷۰ مترو سوپر پسيج، دوه د اوبو د کنترول دروازې، ۱۰۰ متره د غاړو ديوالونه او ۱۷۰ متره کټپ وال جوړول شامل دي.
په دې پروژه کې د ۶۰۰ مترو کانال پاکول هم شامل دي، چې د پروژې په بشپړېدو سره به ۱۵۰۰ جريبه ځمکه خړوب شي. په ياده پروژه کې څلويښت تنو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه، چې د درېيو مياشتو په موده کې يي چارې پای ته ورسېدي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos