د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت بېلا بېلې پروژې منظورې شوې

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت بېلا بېلې پروژې منظورې شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو. د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۱۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۱۶ پروژو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو. د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۱۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۱۶ پروژو قراردادونه منظور او پاتې ۲ نور وځنډول شول. منظور شوې پروژې د ملي دفاع وزارت، مالیې وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د افغانستان بانک، د افغانستان برېښنا شرکت، کابل ښاروالۍ او د افغانستان د ګاز او نفتو دولتي شرکت اړوند وې، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا یو میلیارد افغانیو ته رسېږي

admin
ADMINISTRATOR
PROFILE

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos