د لوړو زده کړو وزارت له خوا ټاکل شوي پلاوي د پوهنتونونو د باقیداریو او نا بشپړو شویو پروژو د بررسۍ په موخه ننګرهار ته سفر وکړ او د ننګرهار پوهنتون رئیس، د اداري او مالي چارو مرستیال او نورو اداري مسؤلینو سره یې وکتل.

دغه پلاوی، چې د مالیې وزارت او د تفتیش عالي ادارې مسؤلین هم په کې برخه لري، د ننګرهار پوهنتون په ګډون د ختیځ د نورو دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مالي باقیدارۍ او همدارنګه ناتکمیلې پروژې، چې د بېلابېلو لاملونو له امله یې چارې ځنډېدلي، له نږدې ګوري، تر څو د حل

دغه پلاوی، چې د مالیې وزارت او د تفتیش عالي ادارې مسؤلین هم په کې برخه لري، د ننګرهار پوهنتون په ګډون د ختیځ د نورو دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مالي باقیدارۍ او همدارنګه ناتکمیلې پروژې، چې د بېلابېلو لاملونو له امله یې چارې ځنډېدلي، له نږدې ګوري، تر څو د حل په موخه یې لازم اقدامات ترسره شي.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل، د دې پوهنتون د ګڼو پروژو چارې نیمګړي پاتې دي، چې له امله یې د پوهنتون د انکشاف مخه نیول شوې ده.
نوموړي اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د پلاوي له غړو سره ټول اړین اسناد شریک کړي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos