د غونډې پر دوام قومي مشر حاجي عبدالمنان د هېواد بېلابېلو برخو ته د اسلامي امارت د چارواکو سفرونه و ستايل او په وينا يې دوی د دې سفرونو په ترسره کولو سره ثابته کړه چې د خلکو رښتيني خواخوږي او استازي دي.

د غونډې پر دوام قومي مشر حاجي عبدالمنان د هېواد بېلابېلو برخو ته د اسلامي امارت د چارواکو سفرونه و ستايل او په وينا يې دوی د دې سفرونو په ترسره کولو سره ثابته کړه چې د خلکو رښتيني خواخوږي او استازي دي.

په وينا يې اوسني حاکمان د ولس غږ اوري او د ستونزو حل يې خپل مسووليت ګڼي. د زېړوک ولسوالۍ د علماوو په استازولۍ مفتي انوارالدین وويل: د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو سره دهېواد په ګوټ – ګوټ کې د رغنيزو پروژو چارو دوام دا ښيي چې اوسنی نظام د ولس له

په وينا يې اوسني حاکمان د ولس غږ اوري او د ستونزو حل يې خپل مسووليت ګڼي.

د زېړوک ولسوالۍ د علماوو په استازولۍ مفتي انوارالدین وويل: د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو سره دهېواد په ګوټ – ګوټ کې د رغنيزو پروژو چارو دوام دا ښيي چې اوسنی نظام د ولس له منځ څخه ټوکيدلی او د دې هېواد د جوړېدو لپاره پياوړی هوډ لري.

ښاغلي حقاني دې ناستې ته په وينا کې د زېړوک ولسوالۍ د مجاهدينو قربانۍ وستايلې او په وينا يې د دې ولسوالۍ ولسونو هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت په موخه د پام وړ ستونزې ګاللې دي.

ښاغلي حقاني زياته کړه: جهادي دوره کې د ټولو افغانانو ګډون او قربانیو د افغانانو تر منځ د يووالي شتون ثابت کړ. دغه راز له څو لسیزو وروسته هېواد کې ډاډمنه او آرامه فضا رامنځ ته شوې، د فتحې او آزادۍ ساتلو لپاره امنیت او د امنیت لپاره يووالی اړین دی.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos